پر وېل سمېت د یوې څپېړې له امله د لسو کالو لپاره بندیز ولګېد

0
38

پر وېل سمېت د یوې څپېړې له امله د لسو کالو لپاره بندیز ولګېد

د هنرونو او ساینس موشن پکچرز اکاډیمۍ چې اوسکار مراسم تنظیموي ویلي، په مراسمو کې یې د مېلمنو او هنرمندانو خوندیتوب او دغه راز پر اکاډیمۍ د باور دوام لپاره دا پرېکړه کړې ده.

بل‌خوا وېل سمېت په خپل استعفا لیک کې د خپل عمل له کبله بښنه غوښتې او په وینا یې د خپلې دې کړنې له کبله یې زړه مات شوی دی.

(2022 / 4 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له هغه وروسته چې ممثل وېل سمېت د اوسکار جایزو مراسمو کې کمیډین کرېس راک پر څپېړه وواهه، اوسکار اکاډیمۍ د لسو کالو لپاره پر نوموړي بندیز لګولی چې د اکاډیمۍ په مراسمو کې به برخه نه اخلي.

سمېت د خپلې مېرمنې په هکله د راک له یوې ټوکې وروسته چې د یوې ناروغۍ له کبله یې د هغې بې وېښتو سر پورې وکړه، هغه ته پر مخ څپېړه ورکړه.

نوموړي په دغه مراسمو کې د کینګ ریچارډ په نوم فلم کې د غوره تمثیل له کبله اوسکار جایزه هم وګټله.

Leave a reply