د ا.ا.ا کابل هوايي ډګر کې د قطري ځواکونو شتون رد کړی 

0
169

د ا.ا.ا کابل هوايي ډګر کې د قطري ځواکونو شتون رد کړی 

بي بي سي فارسي ته د هوايي چلند ادارې يوه چارواکې منلې وه چې ياد پوځيان له پنځو مياشتو راهيسې د کابل په هوايي ډګر کې مېشت دي او د قطر د تخنيکي ټيم د امنيت ساتلو مسووليت پر غاړه لري.

 

(2022 / 4 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا د کابل په هوايي ډګر کې د قطري پوځيانو حضور رد کړی دی.

د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د کابل په ګډون د ټولو هوايي ډګرونو مسووليت د افغان پوځيانو پر غاړه دی او په هيواد کې د هيڅ بهرني هيواد پوځيان حضور نه لري.

د مجاهد دا غبرګون تر هغې وروسته دی چې پرون په خواله رسنيو کې د شاوخوا شلو قطري پوځيانو ويډيو خپره او ادعا وشوه چې د کابل په هوايي ډګر کې پر تمريناتو بوخت دي.

بي بي سي فارسي ته د هوايي چلند ادارې يوه چارواکې منلې وه چې ياد پوځيان له پنځو مياشتو راهيسې د کابل په هوايي ډګر کې مېشت دي او د قطر د تخنيکي ټيم د امنيت ساتلو مسووليت پر غاړه لري.

Leave a reply