نړیوال انساني حقونو تنظیم د عمران خان ګام غیرآیني بللې دې

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ د پاکستان د پارلیمان د لغوه کولو په اړه د وزیراعظم عمران خان پر اقدام سخته اندیښنه څرګنده کړې او دا یې د اساسي قانون کودتا او دې قانون څخه سرغړونه بللې ده.
د بشري حقونو نړیوال سازمان (IOHR) په یوه بیان کې ویلي چې د لومړي وزیر عمران خان لخوا د عدم اعتماد رایې سره د مخ کیدو پر ځای د پارلمان منحل کول د پاکستانیانو ته د خپل حکومت د انتخاب له حق څخه د محرومولو مترادف دی.
ياده دې وي چې د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک د اپرېل په درېيمه نېټه رايې اچول کېدې خو د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم سوري دغه تحريک غير آئيني اوبلل او بیا دا تحریک مسترد کړو چې بیا روسته عمران خان صدر پاکستان ته امر وکړو چې اسمبلۍ دې ماتې کړي او صدر پاکستان وفاقي اسمبلي ماته کړه.

Leave a reply