د صدر پاکستان د دفتر څخه د الیکشن کمیشن دفتر ته د ټاکنو لپاره خط لیږل شوې

0
191

باغی ټي وي رپورټ
د عامو انتخاباتو د ترسره کولو په اړه د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ته د صدر د دفتر له لوري یو خط لیږل شوې دې.
په ليک کې د ټاکنو له کمېشن څخه غوښتل شوي چې د ملي شورا له ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې د ټاکنو نېټه ورکړي.
د اساسي قانون د ۴۸ مادې ۵ (الف) او ۲۲۴ (۲) مادې له مخې ولسمشر د عمومي ټاکنو د ترسره کېدو نېټه ټاکي.
د ملي شورا ټاکنې باید د شورا له منحل کېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې تر سره شي.
د عامو انتخاباتو نيټې اعلانولو لپاره د اليکشن ايکټ 2017 لاندې د اليکشن کميشن سره مشوره ضروري ده.

Leave a reply