بلاول بهټو زرداري د عمران خان څخه مهمه غوښتنه کړې ده

0
133

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو له عمران خان څخه غوښتنه کړې ده چې د بهرنۍ سازش ثبوت دې راوړي.
بلاول بهټو د ذوالفقار علي بهټو د تلين په موقع د سکهر، شکارپور او ګړهي خدابخش پشمول نورو ځايونو کې ګډون کوونکو ته ویناوې وکړې.
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن وويل که د پاکستان په ضد بهرنۍ سازش وو نو عمران خان بیا خپل حکومت ولې ختم کړو؟

بلاول بهټو وويل عمران خان د عدم اعتماد د تحريک په ضد د مبارزې څخه په تېښته بريالی شو او اساسي قانون يې مات کړو.
هغه زیاته کړه، عدالت باید د اساسي قانون له مخې پرېکړه وکړي او د پارلمان له مخ څخه باید داغ اووینځل شي.

Leave a reply