شهباز شریف د فوځ سرلښکر او د آیی ایس ایی مشر څخه غوښتنې کړي دي

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون صدر او د اپوزيشن مشر شهباز شريف وئيلي دي چي د آرمي چيف جنرل باجوه او ډي جي آئي ايس آئي نه ئي غوښتنه کړي ده چي که چري مونږ غداري کړي ده نو ثبوت دي د قوم په وړاندي کړي۔

د سترې محکمې بهر ميډيا سره خبرو کې شهباز شريف وويل چې مونږ دا جرم نۀ ؤ کړى، دا جرم زمونږ څخه هيچا نۀ دى کړى، مونږ هيڅ بهرني طاقت ته بلنه نۀ ده ورکړې، اوس بايد دا معلومه شي .

شهبازشريف وويل دپوځ سرلښکر جنرال باجوه اؤ ډي جي ائي ايس ائي څخه يې غوښتنه کړې چې که مونږ خيانت کړى وي نو ثبوت دې دعدالت مخې ته راوړو.

هغه وويل: “ما هيڅکله په داسې څرګندو الفاظو خبرې نه دي کړي، اوس محکمې ته هم عريضه کوم، مونږ به د خپلو وکيلانو له لارې غوښتنه وکړو چې دا موضوع وڅېړئ او يو فورم جوړ کړئ چې موضوع روښانه کړي او په دې اړه صحیح معلومات قوم ته وړاندې کړي.

هغه زياته کړه چې مونږ له درې نيمو کلونو غوښتنه کوله، چې دا حکومت جعلي دى او لومړى وزير هم جعلي دى، کله چې مونږ په اساسي او قانوني توګه د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړ نو زمونږ په ضد د غدارۍ شعارونه پورته کول پیل شول.
شهبازشريف وويل دپوځ سرلښکرانو چې بې شميره قربانۍ يې ورکړي وخت راغلى دى چې نن دې ته اشاره وکړو چې آيا دملي سلامتۍ کميټۍ يو قرارداد منظور کړى چې پکې دبين المللي سازشونو اؤ اپوزيشن کردار دى نو هغه دې مخې ته راړل شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دعارف علوي لخوا د نګران حکومت لپاره کوم خط نۀ دى ترلاسه شوى، هغه زیاته کړه چې عارف علوي او عمران نيازي داساسي قانون خلاف ورزي کوونکي دي، لومړې به په دې اړه به پریکړه کړو نورې خبرې او پریکړې به بیا کوو.