ملا محمدحسن اخوند د خپل نيک کردار او ديندارۍ په وجه مشهور دۍ

0
99

باغي ټي وي رپورټ
د اسلامي امارت د سرپرست حکومت مشر مولا محمد حسن اخوند د ښه خوى او کردار په وجه مشهور دۍـ.
نوموړې د ايماندارۍ په وجه ځانګړې حيثيت لري او هم په دې وجه هغه د اسلامي امارت د نوي سرپرست حکومت مشر مقرر شوې دې ـ
د نوموړي تعلق د قندهار سره دۍ او د اسلامي امارت د پريکړه کولو د شورٸ مشر هم دۍ ـ

په ورځپانړه مشرق کښې چاپ شوي يو رپورټ کښې ليکي چې ملا محمد حسن اخوند د پخواني اسلامي امارت په حکومت کښې په لوړو چوکيو پاتې شوې دې ـ نوموړې د طالبانو په هغه مشرانو کښې دې چاچې د طالبانو د تحريک بنياد ايښې دې ـ د رپورټ مطابق په پخواني د طالبانو حکومت کښې نوموړې د افغانستان د وزیر خارجه په چوکې ناست وو .
یاده دې وي چې د طالبانو په سرپرست حکومت باندې یو شمیر سیاسي او غیرسیاسي سازمانونه مشرانو نیوکې کړي چې دوی په سرپرست حکومت کښې ټول نمایندګان نه دي اخستي، دا نیوکه هم شي چې د ښځو نمایندګه هم په نوي حکومت کښې نشته.

Leave a reply