پي ټي آیی پخوانۍ چیف جسټس ګلزار احمد د نګران وزیراعظم لپاره نومولې دې

0
70

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پاکستان پخوانی چیف جسټس ګلزار احمد د نگران وزیراعظم څوکۍ لپاره نومولی دی.

د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري په يو ټويټ کښې وئيلي دي چې د صدر مملکت د خط په جواب کښې د پي ټي آئي د کور کميټۍ تر مشورې او منظوري وروسته وزيراعظم عمران خان د پاکستان پخواني چيف جسټس ګلزار احمد د نګران وزيراعظم لپاره نومولې دې۔

ياده دي وي چي د پاکستان اولس مشر ډاکټر عارف علوي عمران خان او شهباز شريف ته يو خط ليکلي وو چي پکښي وئيلي شوي وو چي که د اسمبلي منحل کيدو په دريو ورځو کښي په يو نوم باندي اتفاق نه شو نو دوی به دوه دوه نومونه کمیټې ته راواستوي چې د نګران وزیراعظم لپاره په کې نوم خوښ کړې شي. بل خوا چې کله د صدر پاکستان د خط په اړه پوښتنه وشوه نو شهباز شريف وويل چې صدر عمران خان او ډپټي سپيکر د آئين خلاف ورزي کړې ده نو غير آئيني صدر به څنګه خط ته ځواب ورکړي.

Leave a reply