ګالب موسسې د یوې سروې لۀ مخې ویلي چې اکثریت افغان لۀ هېواد څخه د وتلو پۀ فکر کې دي 

0
176

ګالب موسسې د یوې سروې لۀ مخې ویلي چې اکثریت افغان لۀ هېواد څخه د وتلو پۀ فکر کې دي 

راپور کې راځي چې تر نیمایي ډېری افغانان له خپله هېواده د وتلو په هڅه کې دي. دا سروې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ او سپټامبر میاشتو کې شوې ده ۵۳ سلنه افغانانو ویلي چې غواړي له هېواده د تل لپاره ووځي.

 

(2022  / 4  / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ګالپ موسسې د تازه سروې له مخې، پر افغانستان د ا.ا تر واکمنېدو وروسته پر دغه هېواد د امریکا د اقتصادي فشارونو له امله اکثریت افغانان د اقتصاد په اړه منفي نظر لري. د راپور له مخې، ۸۹ سلنه خلک وایي چې په اوسني عاید باندې یې ژوند کول ناممکن کېږي.

راپور کې راځي چې تر نیمایي ډېری افغانان له خپله هېواده د وتلو په هڅه کې دي. دا سروې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ او سپټامبر میاشتو کې شوې ده ۵۳ سلنه افغانانو ویلي چې غواړي له هېواده د تل لپاره ووځي.

راپور کې وړاندې راغلي چې د هرې ورځې په تېرېدو فقر او ناهیلي ډېرېږي او خلک د ښه ژوند په هیله هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول ځانونه بهرنیو هېوادونو ته وباسي.

Leave a reply