بلخ کې دیني عالمانو پر ا.ا غږ کړی چې افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي 

0
171

بلخ کې دیني عالمانو پر ا.ا غږ کړی چې افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي 

…. زیاته کړې یې ده چې علم په نر او ښځه دواړو باندې یو ډول فرض دی او د اسلام په رڼا کې ښوونځیو ته د نجونو تګ هیڅ ځای او په هیڅ ډول نه دی منع  شوی نو ا.ا ته په کار ده چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي او تر دې ډېر دې دا چاره نه ځنډنۍ کوي.

 

(2022 / 4 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په بلخ ولایت کې یو شمېر دیني عالمانو د افغانستان له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.

دغه دیني عالمان چې د بلخ په مرکز مزار شریف کې د ابوذر غفاري دارلعلوم کې سره راټول شوي وو د اسلام په رڼا کې یې د نجونو د زده کړو پر دوام ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې علم په نر او ښځه دواړو باندې یو ډول فرض دی او د اسلام په رڼا کې ښوونځیو ته د نجونو تګ هیڅ ځای او په هیڅ ډول نه دی منع  شوی نو ا.ا ته په کار ده چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي او تر دې ډېر دې دا چاره نه ځنډنۍ کوي.

Leave a reply