عمران خان ویلي چې د پاکستان جمهور رئیس ته یې مشوره ورکړې چې د دې هېواد پارلمان لغوه کړي 

0
94

عمران خان ویلي چې د پاکستان جمهور رئیس ته یې مشوره ورکړې چې د دې هېواد پارلمان لغوه کړي 

د پاکستان يوه فدرالي وزیر فرخ حبیب هم په ټویټر پیغام کې ویلي، په راتلونکو دریو میاشت کې به ټاکنې تر سره کېږي. د قانون فدرالي وزیر فواد چودري هم د پاکستان سیاسي ګوندونو ته ویلي، که له ټاکنو د تېښتې لاره غوره کړي، ”فراریان” به وبلل شي.

 

(2022 / 4 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پاکستانیانو ته په یوه لنډه وینا کې وویل، ولسمشر عارف علوي ته یې مشوره ورکړې، چې باید پارلمان لغوه کړي او له هغه وروسته به د راتلونکي موقت حکومت او ټولټاکنو لپاره چمتوالی کېږي.

نوموړي پاکستانیانو ته په پارلمان کې د بې باورۍ تحريک د رد کېدو له کبله مبارکي ورکړه. نوموړي زیاته کړه، د بهرنیانو په مرسته د پاکستان د منتخب حکومت د ړنګولو هڅه وشوه، خو په وينا يې چې دا هڅه ناکامه شوه.

د پاکستان يوه فدرالي وزیر فرخ حبیب هم په ټویټر پیغام کې ویلي، په راتلونکو دریو میاشت کې به ټاکنې تر سره کېږي. د قانون فدرالي وزیر فواد چودري هم د پاکستان سیاسي ګوندونو ته ویلي، که له ټاکنو د تېښتې لاره غوره کړي، ”فراریان” به وبلل شي.

له دې ټولو ور اخوا د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګوند يوه مشره مریم اورنګزېب بيا وايي، پر بېلا بېلو قانوني لارو چارو غور کېږي، خو په وینا یې اوسمهال ټول یوه خوله دي چې لومړي وزیر عمران خان له اساسي قانون سرغړونه کړې ده.

مریم اورنګزېب زياته کړې چې عمران خان د پارلمان د لغوه کولو واک نه لري او په وينا يې چې هغه خائن او د اساسي قانون ماتوونکی دی.

Leave a reply