د وزیراعظم دفتر د اپوزیشن ګوندونو غړیو ایسارولو بیان تردید کړې دې

0
36

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم هاوس دفتر ویاند یو مهم خبر او بیان خپور کړې دې. په بیان کې ویل شوی دي چې دا دفتر د هغه بیان تردید کوي چې یو میډیا چینل خپور کړې وو.
په بیان کې ویل شوي چې د حکومت له لوري هیڅ کوم مخالف ګوند مشر د ایسارولو لارښوونه نه ده شوي او دا خبر یو بې بنیاده او غلط خبر دې.
د یادونې ده چې په جیو نیوز د حامد میر یو خبر خپور شوې وو، په دې خبر کې ویل شوی وو چې د حکومت له لوري د ناباورې رای اچووني په ورځ د اپوزیشن ګوندونو مشرانو د ایسارولو پلان جوړ شوې دي او پارلیمان ته د تلو په وخت د ګډوډې او جهګړې رامنځ ته کیدلو پلان جوړ کړې شوې دې.
ددې خبر تردید وزیراعظم هاوس اسلام آباد ویاند کړې دي او ویلي دی دي چې دایو بې بنیاده خبر دې، ویاند وایی چې حکومت په جمهوري پریکړو یقین کوي.

Leave a reply