د عمران خان په ضد عدم اعتماد،اسلام آباد کې نن د ګډوډې خطره شته

باغی ټي وي رپورټ
د جيو نيوز د سينئر اينکر پرسن حامد مير په وينا، ټاکل شوې ده چې د اپوزيشن غړي به لومړی په پارليمنټ لاجز کې ودرول شي تر څو قومي اسمبلۍ ته ور نه شي او دوی د اسمبلۍ څخه ایسار کړې شي.
د حامد میر په وینا، پلان دا دی چې د پي ټي ايي مظاهره کوونکو ته له ډي چوک څخه د وړاندې د تګ اجازه ورکړي. ياده دي وي چي نن سپيکر د ووټنګ عمل ځنډولو وړانديز مخالفت کړے دې او وئيلي ئي دي چي نن آخري ورځ ده او ووټنګ نه شي ځنډولي۔
امنیتي ادارو حکومت ته ویلي چې داسې کوم ثبوت نشته چې د عدم اعتماد تحریک یوه نړیواله دسیسه ده، امنیتي ادارو حکومت ته په ډاګه کړې چې که حکومت ثبوت لري نو وړاندې یې کړي.






