د وزیراعظم عمران خان په اړه به پریکړه نن کیږي

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم عمران خان خلاف به نن د عدم اعتماد تحريک په اړ رای اچوونه کیږي او د اپوزيشن لخوا به وو دا فيصله کيږي چې عمران خان به د وزيراعظم په څوکۍ پاتې کيږي او که هغه دې څوکۍ څخه لرې شي.
قومي اسمبلۍ د غونډې د ایجنډا له مخې به د وزيراعظم عمران خان په ضد د اپوزيشن ليډر شهباز شريف لخوا وړاندې كړې شوې د بې اعتمادي تحريک په قرارداد باندې به رای اچونه وشي.
نن د اتوار په ورځ ۱۱:۰۰ یوولس بجې به د پارلیمان غونډه پیل شي.
د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک د نن اسمبلۍ د غونډه په ايجنډا کښې دے.
قرارداد کې ویل شوي چې وزیراعظم هاوس په عمران خان باور نه لري، عمران خان د ایوان اعتماد له لاسه ورکړی دی نو د وزیراعظم په څوکۍ هغه نه شي پاتې کیدې او دې څوکۍ څخه دې لرې شي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق وزيراعظم عمران خان د عدم اعتماد تحريک په اړه خپله تګلاره بدله کړې ده.د قومي اسمبلۍ په غونډه کې به وزیراعظم عمران خان او د تحریک انصاف غړي هم ګډون کوي.
د وزیراعظم خلاف د عدم اعتماد په تحریک باندې د ووټ اچولو طریقه څه ده؟سرچينې وائي چې وزيراعظم دبې اعتمادۍ رايې ترلاسه کولو لپاره هوډمن دى، دپي ټي ائي غړي به نن داسمبلۍ په غونډه کې برخه اخلي.






