د لنډیکوتل خلقو ته راپیښو ستونز په اړه جرګه شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې د نوجوانان قبایل تنظیم ترسیوري لاندې په دې سیمه کې د ضلعي هیډکوارټر هسپتال لنډیکوتل کې د سهولتونو د نشتوالي او خلقو ته ورپیښو ستونزو په اړه یوه جرګه تابیا شوې وه.
شاوس خان، چې د VC2 پسید خیل، د لنډی کوتل تحصیل کونسل یو غړې دې ،ددې جرګې ګډون والو ته وینا وکړه .
هغه اوویل چې ددې روغتون څخه زياتره ناروغان پیښور ته لیږل کيږي، د هسپتال په ايمرجنسي کوټه کښي د مريضانو علاج نه کيږي حتی د معمولی زخميانو علاج هم نه کيږي.
هغه غوښتنه وکړه چې لوړپوړي چارواکي باید د لنډیکوتل په سرکاري روغتون کې د ستونزو د هوارولو لپاره عملي هڅې پیل کړي .
د لنډي کوتل هسپتال چوک کښي تابیا شوې دې جرګې ته د تحصيل چيئرمېن شاه خالد شينواري، ددې تنظیم مشر سعید شینواری، اسرار شینواری د نوجوانان قبایل تنظیم پخواني مشر فرمان شینواری، د لنډیکوتل د سوداګرۍ خونې رئیس جعفر شینواری ، کلیم الله شینواری، شاکر شینواری او ملک نثار آفریدی او د پاسبان صدر محمد حکیم آفریدی هم خپلې ویناوې وکړې .
د لنډې کوتل، د ځوانانو د ټولنې رئیس سعید شینواري د لنډي کوتل په مرکزي روغتون کې د خلقو او ناروغانو ستونزې او مشکلات بیان کړل.
نوموړي د جرګې ګډونوالو ته د زړه د ناروغانو او نورو مسايلو په اړه معلومات ورکړل او د لنډې کوتل په مرکزي روغتون کې يې د ناروغانو لپاره د اسانتياوو پر نشتوالي خواشيني څرګنده کړه.
ټولو مشرانو د لوړ پوړه چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په دې روغتون کې د ډاکټرانو او نور اهلکارو ډیوټي باوري کړې شي او په دې هسپتال کې دې د خلقو لپاره نورې زیاتې اسانتیاوې ورکړې شي. د جرګې په پای کې دا اعلامیه جاري شوه او په دې د جرګې ګډون والو لاس لیکونه وکړه ، په اعلامیه کې لیکل شوي چې په دې هسپتال کې مریضانو لپاره سهولتونه او اسانتیاوې نشته او په دې باندې د جرګې ګډون وال د خواشینې څرګندونه کوي.