د هیواد،پارټۍ او حکومت په ګټه مې استعفي ورکړې ده: عثمان بزدار

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار خپله استعفا وزیر اعظم ته سپارلو وروسته یو بیان خپور کړی دی.
په يو بيان کې عثمان بزدار وويل وزيراعظم عمران خان خپله استعفا وړاندې کړې ده، د وزيراعلي چوکۍ د وزيراعظم عمران خان او د خلکو امانت دی.
نوموړي ویلي، چې د هېواد، ولس او ګوند په ګټه یې استعفا کړې ده. د یادونې ده چې نن د پنجاب اسمبلي د عثمان بزدار د استعفی منظورولو څخه پس تحیل شوې ده او د صوبایی اسمبلۍ غونډه صبا د خالي په ورځ رابلل شوې ده.
عثمان بزدار ویلي زه د وزیراعظم عمران خان سپاهی یم او پاتې به شم، که وزیراعظم عمران خان وي نو هر څه به پاتې وي، وزیراعظم زما مشر دی، د هغه هر امر لارښوونه منم.
نوموړي زیاته کړه چې په سختو حالاتو کې به د خپل ګوند ترڅنګ ولاړ یم او په راتلونکي وخت کې به هم ولاړ یم.