د پنجاب صوبایی کابینه تحلیل شوه

0
44

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د وزیراعلی عثمان بزدار استعفا منلې ده.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د استعفا له منلو وروسته د پنجاب کابینه هم تحلیل شوې ده.د پنجاب ګورنر د نوي ليډر انتخاب لپاره د اپرېل په دويمه نېټه غونډه رابللې ده، د پنجاب اسمبلۍ غونډه د شورو په ورځ سهار ۱۱ بجې رابللې شوې ده.ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې وزيراعظم عمران خان د پنجاب اسمبلۍ سپيکر پروېز الهي د وزيراعلي عثمان بزدار پر ځای د وزيراعلي په توګه نومولی وو چې په بدل کې يې مسلم ليګ (ق) د عدم اعتماد په تحريک کې د حکومت ملاتړ اعلان کړی وو.

Leave a reply