چبن ویلي چې دوی کولی شي د پاکستان –چین اقتصادي دهلیز افغانستان سره هم وصل کړي

چبن ویلي چې دوی کولی شي د پاکستان –چین اقتصادي دهلیز افغانستان سره هم وصل کړي
وانګ يي ويلي، چې د چين – پاکستان اقتصادي دهليز به په سيمه ييز اتصال کې له افغانستان سره د پام وړ مرسته وکړي. وانګ يي دغه راز ويلي چې افغانستان، پاکستان او چين بايد د درې اړخيزو همکاريو ميکانيزم له سره رامنځته کړي.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي، افغانستان، پاکستان او چين کولی شي چې په ګډه د يوې لارې او يو کمربند نوښت په اډانه کې د چين – پاکستان اقتصادي دهليز افغانستان ته هم وغځوي.
وانګ يې دا څرګندونې پرون د ختيځ چين انهويي ولايت کې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ته کړې دي.