د ژغورنې نړۍوالې کمېټې پر نړۍوالو د افغانستان ژغورلو غږ کړی دی

0
94

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې پر نړۍوالو د افغانستان ژغورلو غږ کړی دی

ميليبنډ ويلي چې نړيواله ټولنه او لوی تمويلوونکي بايد د جنيوا په کنفرانس کې چې سبا پيل کيږي، پر دوو چارو تمرکز وکړي. د نوموړي په وينا چې د بشري مرستو د برابرولو لپاره بايد په لومړي ګام کې عاجل اقدام وشي څو د ورځ تر بلې ډيريدونکې لوږې مخنيوی وشي.

 

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ژغورنې نړيوالې کمېټې يا ای ار سي ويلي، د ا.ا.ا پر چارواکو د نړيوالې ټولنې بنديزونو د افغانستان اقتصاد له پښو غورځولی او له نړيوال مالي سيستمه يې بيل کړی دی.

د يادې کمېټې اجرايوي ریيس ډيويډ ميليبنډ ویلي، که د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره بيړني اقدامات ونه شي، نو په دغه هېواد کې به د فقر ريښې دومره ژورې شي چې له منځه وړل به يې نړيوالې ټولنې ته په لوړه بيه پريوځي.

ميليبنډ ويلي چې نړيواله ټولنه او لوی تمويلوونکي بايد د جنيوا په کنفرانس کې چې سبا پيل کيږي، پر دوو چارو تمرکز وکړي. د نوموړي په وينا چې د بشري مرستو د برابرولو لپاره بايد په لومړي ګام کې عاجل اقدام وشي څو د ورځ تر بلې ډيريدونکې لوږې مخنيوی وشي.

ميليبنډ زياته کړې، دا چې يوازې بشري مرستې د افغانستان پرځيدونکی اقتصاد نه شي ژغورلی نو نړيوالې ټولنې ته اړتيا ده چې د افغانستان له نويو واکمنو سره د تعامل ميکانيزم رامنځته کړي.

هغه زياته کړې چې د افغانستان د اقتصاد د ژغورلو لپاره بايد د افغانستان د مرکزي بانک د ظرفيت پر لوړولو کار وشي څو د خپلواک فعاليت او اقتصادي چارو د مديريت جوګه شي.

Leave a reply