حکومتي مشرانو په پخواني وزیراعظم میا نواز شریف لوی تور ولګولو

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آیی حکومت مشرانو د پاکستان پخوانۍ لومړی وزیر نواز شریف په ګواښونکي لیک کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري او اسد عمر په اسلام آباد کښې ګډ خبري کانفرنس اوکړو او په پخواني وزیراعظم نواز شریف ی دا تور ولګولو چې عمران خان ته ی دهمکي ورکړې ده.
اسد عمر وویل دا خط د عدم اعتماد تحریک نه وړاندې دی، که ضرورت شو نو وزیراعظم دې ته تیار دی چې دغه ګواښونکې لیک د پاکستان چیف جسټس ته ښکاره کړي، هغوی زیاته کړه چې دا مهال دا لیک یوازې په ملکي او پوځي مشرانو پورې محدود دی او په حکومتي کابینه کې هم ددې خط په اړه د پي ټي آیی نور غړیو ته څه نه دي معلوم.
د جیو رپورټ مطابق ، اسد عمر اوویل چې په دغه خط کې د نواز شریف مستقیم لاس دی، په لیک کې نېغ په نېغه د عدم اعتماد ذکر دی، په خط کې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې په اړه نېغ په نېغه اشاره شوې، په خط کې په ډاګه شوې چې که د عدم اعتماد تحریک ناکام شو نو خطرناکې پایلې به ولري.هغوی زیاته کړه چې بهرنۍ لاس او د عدم اعتماد تحریک یو بل سره تړلي دي.






