ملګرو ملتونو افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو وضعت زړۀ بوږنوونکی ګڼلی

ملګرو ملتونو افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو وضعت زړۀ بوږنوونکی ګڼلی
مارټین پرون په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې افغانستان ته یې د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې د اندراګاندي روغتون څخه لیدنه کړې ده او هلته یې د ماشومانو وضعیت له نږدې ارزولی دی.
(2022 / 3 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس ویلي چې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت اندېښمنوونکی دی.
مارټین پرون په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې افغانستان ته یې د خپل سفر په ترڅ کې په کابل کې د اندراګاندي روغتون څخه لیدنه کړې ده او هلته یې د ماشومانو وضعیت له نږدې ارزولی دی.
هغه زیاته کړې ده چې په یاد روغتون کې یې په خوراځواکۍ اخته ډېر داسې ماشومان لیدلي دي چې حتی ورته کتل هم د انسان له وسه پورته خبره ده.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او یوازې په هغه ورځ چې نوموړي یاد روغتون څخه لیدنه کوله درې ماشومانو د خوارځواکۍ له امله ساه ورکړې ده چې په خبره یې، دا وضعیت زړه بوږنوونکی دی.






