د باپ ګونډ مهمه پریکړه

باغي ټي وي رپورټ
بلوچستان عوامي پارټۍ (بي اے پي) د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد په تحريک کې د اپوزيشن سره د ګډون او ملاتړ فيصله کړې ده.
د بلوچستان عوامي ګوند څلور غړي به په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک کې د اپوزيشن ملاتړ کوي او د عمران خان په ضد به خپله رای کاروي.
په اسلام اباد کې د بلوچستان عوامي ګوند له مشرانو سره په یوه خبري غونډه کې په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف اوویل چې د بې اعتمادۍ تر بریا وروسته جوړ شوی حکومت به د بلوچستان د ستونزو د هواري لپاره کار کوي.






