د مډ کیریر ټریننګ افسرانو د تاریخي مچني چیک پوسټ دوره وکړه

باغی ټي وي رپورټ
د پیښور د اووم مډ کیرئیر مینجمنټ دیرش ګډونوالو د کورس انسټرکټر ډاکټر مقیم الاسلام په مشرۍ کې د تاریخي مچني چیک پوسټ دوره وکړه.
د تفصيلاتو ترمخه د نېشنل انسټيوټ آف منيجمنټ پيښور د 33م مډ کير مينيجمنټ کورس 30 برخه والو د کورس انسټرکټر ډاکټر مقيم الاسلام او نورو پوهنځيو غړو په مشرۍ کښې د فرنټئير کور نارتھ خېبرپښتونخوا خېبر رائفلز فارميشن د پاک افغان بارډر مچني چيک پوسټ څخه ليدنه وکړه۔
پلاوي ته د خېبر رائفلز د ١٠١ ونګ ونګ کمانډر لېفټېننټ کرنل امایار بريفنګ ورکړو۔
ګډونوالو ته د خېبر ضلعې د پخواني تاریخ او اهمیت او د پاک افغان بارډر مینیجمینټ په موجوده صورتحال د نوو پرمختګونو په اړه بریفنګ ورکړل شو.
پلاوي ته په پاک افغان پوله د باړ لګولو او د فرنټئير کور لخوا د هغې د ساتنې په اړه هم بريفنګ ورکړے شو۔
د غونډې ګډونوالو ته په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د سوداګريزو تګلارو او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم معلومات ورکړل شول.
پلاوي د خيبر رائفلز تاريخي مېس هم ليدنه وكړه۔ د پلاوي غړیو د بریفنګ او میلمستیا څخه پس د کوربه توب لپاره د ایف سي چارواکو څخه مننه وکړه.






