وزیراعظم عمران چوهدري پرویزالهي د پنجاب وزیراعلی په توکه ونومول

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د خپل ځان په ضد د عدم اعتماد تحریک په ملاتړ کې د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري پروېز الهي د پنجاب د وزيراعلي په توګه نومولی دی.
د وزيراعظم عمران خان او د مسلم ليګ (ق) وفد ترمينځه ملاقات په اړه اعلاميه جاري شوي ده۔ د بيان ترمخه په غونډه كښې وزيراعظم چوهدري پرويز الهي ته ووئيل چې د عثمان بزدار استعفې يې منلې ده٬ زه د خپل ګوند لخوا تا د پنجاب د وزيراعلي په توګه نوموم۔
د بيان ترمخه چوهدري پرويز الهي د وزيراعظم عمران خان مننه کړې چې هغه د پنجاب وزيراعلي په توګه نومولې دې او وئيلي دي چې د هغه د لارښوونه به منم او باوري کوم.
بيان ترمخه وزيراعظم سره ليدنه کې پرويز الهي وئيلي چې مسلم ليګ(ق) به ورسره ديو اتحادي په توگه پوره همکاري کوي اؤ ديو متحد په توگه به په ګډه د خلکو خدمت کوي.





