کندهار کې د یوې سمیه ییزې راډیو درې کارکوونکي د طالبانو لۀ خوا نیول شوي دي
کندهار کې د یوې سمیه ییزې راډیو درې کارکوونکي د طالبانو لۀ خوا نیول شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون هم د دې ولایت د ۱۰ رسنیو کارکوونکي احضار کړي وو او خبرداری یې ورکړی چې له خپلو رسنیو موسیقي خپره نهکړي، ګنې قانوني چلند به ورسره وشي.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان خبریالانو ټولنه وایي، چې طالب ځواکونو نن سهار پر ملت غږ راډیو چاپه وهلې او درې کارکوونکي یې له ځانه سره بېولي دي.
یادې ټولنې په خپلې ټوېترپاڼې لیکلي، چې طالبانو د دې راډیو خبري خوني مسوول فرید علیزی، تخنیککار محمود مهربان او پروډیوسر رحیم الله نوري له ځان سره بېولي دي.
د صدای ملت راډیو رییس بسم الله وطندوست رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو راډیو تړلې او نشرات یې هم بند کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون هم د دې ولایت د ۱۰ رسنیو کارکوونکي احضار کړي وو او خبرداری یې ورکړی چې له خپلو رسنیو موسیقي خپره نهکړي، ګنې قانوني چلند به ورسره وشي.
طالبانو تر اوسه د یادو کارکوونکو د نیولو په اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تازه د نړیوالو رسنیو پر نشراتو هم بندیزونه لګولي دي.