افغانستان ته د هند مرسته شویو غنمو لېږد لړۍ راتلونکې میاشت بشپړېږي

افغانستان ته د يادو لاريو په رسيدو سره د را ليږدول شويو غنمو اندازه ۱۰۷۰۰ ټنو ته رسيږي. هند تير کال د بشري مرستو په چوکاټ کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې اعلان کړی و، خو د پاکستان له لوري د رامنځته کيدونکو خنډونو له کبله يې انتقال له ځنډ سره مخ شو.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له افغانستان سره د هند د مرسته شويو غنمو د انتقال لړۍ راتلونکې مياشت بشپړيږي.
د پاکستان ډان نيوز ويلي چې د يادو غنمو پنځمه جوپه، دوه زره ټنه غنم چې په ۳۹ لاريو کې بار شوي له واګې بندره د تورخم پر لور روان شوي دي.
افغانستان ته د يادو لاريو په رسيدو سره د را ليږدول شويو غنمو اندازه ۱۰۷۰۰ ټنو ته رسيږي. هند تير کال د بشري مرستو په چوکاټ کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې اعلان کړی و، خو د پاکستان له لوري د رامنځته کيدونکو خنډونو له کبله يې انتقال له ځنډ سره مخ شو.
چارواکو ويلي چې د پاتې ۳۹۳۰۰ ټنه غنمو د ليږد بهير به د راتلونکې اپريل مياشتې تر پايه بشپړ شي.