له اوکراین روسیې ته بل افغانستان جوړ شوی دی

له اوکراین روسیې ته بل افغانستان جوړ شوی دی
سرچینه کاږي چې روسانو په افغانستان کې لس کاله تېر کړل، خو بیا هم بریالي نه شول، نو له همدې مسکو ته درس په کار دی چې په زور د خلکو ملکونه نه شي نیولی او د دغه ډول حکومتونو دوام ناشونی دی.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیوالې رسنۍ وایي چې پخواني شوروي اتحاد د خپل تاریخ تر ټولو سترې ماتې په افغانستان کې وخوړه او له هغه وروسته یې پر هېڅ هېواد د برید لپاره زړه ښه نه کړ، خو داسې ښکاري چې خپله دویمه ماتې به په اوکراین کې وخوري.
سرچینه کاږي له اوکراین د روسیې لپاره بل افغانستان جوړ شوی دی او هره ورځ د روسي ځواکونو لپاره له تلفاتو ډکه ورځ وي.
سرچینه کاږي چې روسانو په افغانستان کې لس کاله تېر کړل، خو بیا هم بریالي نه شول، نو له همدې مسکو ته درس په کار دی چې په زور د خلکو ملکونه نه شي نیولی او د دغه ډول حکومتونو دوام ناشونی دی.
څه باندې یوه میاشت کېږي چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی او په دې موده کې دواړو لورو ته درانه ځاني تلفات اوښتي دي.





