دې هېل: امریکا دې افغان ملکیانو ته پر اړولو تلفاتو بحثونه پيل کړي  

0
236

دې هېل: امریکا دې افغان ملکیانو ته پر اړولو تلفاتو بحثونه پيل کړي

په مطلب کې راځي د امریکا د جګړې له امله په افغانستان کې شاوخوا پنځوس زره ملکي وګړي وژل شوي دي، باید د دوی د کورنیو وضعیت او رامنځ ته شوي ناورینونونه له پامه و نه غورځول شي. نشریې له امریکایي حکومت د ملکي وګړو لپاره د اوښتو زیانونو او تلفاتو د جبران غوښتنه کړې ده.

(2022 / 3 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکایي استازي باید په افغانستان کې د امریکايي جګړې پر ملکي تلفاتو او زیانونو بحثونه پيل کړي.

دې هېل نشریې په یوه مطلب کې ویلي، د امریکا کانګریس داسې ډله جوړه کړې چې په څلورو کلونو کې د افغانستان د ماتې ټول عوامل او د امریکا د تګلارې ستونزې په نښه کړي، خو د افغانانو وضعیت ته یې هېڅ راز کتنه نه ده کړې.

سرچینه کاږي امریکايي استازي باید دې ته متوجه وي چې دوی پوره شل کاله په افغانستان کې جګړه کړې ده، هره ورځ یې په هوایي بریدونو او ځمکنیو جګړو کې ملکي وګړي وژلي دي، ملکي تاسیسات یې زیانمن کړي دي، د ملکي وګړو کورونه یې وران کړي دي نو له همدې امله دوی ته د پراخو بحثونو اړتیا ده، څو د عامو افغانانو پر وضعیت هم تمرکز وکړي او خپل دريځ روښانه کړي.

Leave a reply