ملګري ملتونه: په کور د ننه بېځایه شوو سره باید مرستې وشي

د کډوالو عالي کمېشنري همدا راز ټینګار کوي چې وچکالي او روان کمزوری اقتصاد به نور هم وضعیت ترینګلی کړي. تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم د افغانستان په اړه اندېښنه ښوودلې وه زیاته کړې یې ده، چې ښايي د بودیجې او مالي امکاناتو د نه شتون له امله یې فعالیتونه په افغانستان کې ټکني شي.
(2022 / 3 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو په افغانستان کې له داخلي بېځایه شوو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فليپو ګراندې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ننه بېځایه شوي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د ده په خبره ددې وېره هم شته چې نړیواله ټولنه افغان کډوال هېر کړي او دوی ته مرستې و نه رسوي، چې په دې سره به بشري ناورین لا پراخ شي.