پنجشیر ته تللیو خبریالانو په یاد ولایت کې د بهرنیو الوتکو بمبار رد کړی

پنجشیر ته تللیو خبریالانو یاد ولاد کې د بهرنیو الوتکو بمبار رد کړی
پنجشیر ته تلليو خبریالانو پر دغه ولایت د جګړې پر مهال، د هوایي بریدو خبرونه په کلکه رد کړي او دا یې تش افواهات بللي
(2021 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
پنجشیر ته تلليو خبریالانو پر دغه ولایت د جګړې پر مهال، د هوایي بریدو خبرونه په کلکه رد کړي او دا یې تش افواهات بللي چې پر ټولنیزو رسنیو خپریږي، دغه راز خبریالان د پنجشیر اوسیدونکو له قوله وایي چې د تیرو لسو ورځو راهیسې امرالله صالح او احمد مسعود په عام محضر کې هیڅ نه دي لیدل شوي او داسې ښکاري چې ډیر مخکې دوی له پنجشیر وتلي وي.بلخوا طالبانو یوې ځانګړې ډلګۍ ته دنده سپارلې تر څو د احمدشاه مسعود د قبر سمه ساتنه وکړي او څوک زیان ورته ونه رسوي.






