چوهدري نثار په پي ټي آیی کې نه شاملیږي: سرچینې

0
146

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم عمران خان او چوهدري نثار علي خان ترمينځ د رابطې باوجود دوي به د عمران خان په پارټۍ کې شامل نه شي او خپل آزاد حيثيت به برقرار ساتي.
د چوهدري نثارد مسلم ليګ ن ته د دوي د واپسۍ چانسونه هم ختم شوي دي او د بلاول بهټو په مشرۍ کې هم کار نه شي کولى.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ، د سرچينو ترمخه عمران خان د٢٠١٨م انتخاباتو څخه وړاندې دچوهدري نثار علي خان سره په ليدنه کې په پارټۍ کې دشامليدو او هغه ته دپارټۍ لوړ پوړې چارواکي جوړولو وړانديز کړى وو خو چوهدري نثار دا نه وو منلې.
وزیر اعظم هغه ته د پنجاب د اعلی وزیر جوړولو وړاندیز هم کړی وو، هغه مهال هغه فکر کاوه چې په داسې یوه اسمبلۍ کې چې مسلم لیګ (ن) په اپوزیشن کې وي او د اپوزیشن مشر حمزه شهباز وي نو په ايوان کې به د شهبازشريف په ضد خبرې و نه شي کولې او هغه فکر کولو چې په صوبایی څوکۍ په یو څوکۍ په بنياد د وزيراعلي په توګه ټاکل او کار کول هم ده لره مناسب نه دي.

Leave a reply