عمران خان ۵۰ زره روپۍ جریمه کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کې چې د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم عمران خان په ضد د ناباورۍ تحریک راوړلو اعلان کړې د پاکستان الیکشن کمیشن هم د عمران خان په ضد یوه مهمه پریکړه کړې ده.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په درګۍ کې یوې جلسې ته د وینا کولو په خاطر د الیکشن کمیشن د اصولو څخه د سرغړونې په لړ کې لومړی وزیر عمران خان ۵۰ زره روپۍ جریمه کړی دی.
د الېکشن کمېشن ترمخه وزيراعظم ته د انتخابي ضابطه خلاف ورزي په تور جرمانه لګولې شوې او عمران خان هم د مارچ په 22مه نيټه د وضاحت لپاره را اوغوښتل شول خو وزيراعظم د ډي ايم او دفتر کښې په ذاتي توګه يا د وکيل په ذريعه حاضر نه شو۔
د ټاکنو کمېسیون وايي، عمران خان څخه نه یو ځل بیا وضاحت غوښتل شوی وو خو هغه حاضر نه شو.اليکشن کميشن د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان باندي پنځوس زره روپئ جرمانه هم لګولې ده۔






