د عدم اعتماد تحریک په اړه د چیف جسټس بیان

0
134

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د آئين د آرټيکل 63 اے د تشریح کولو په اړه د صدارتي ريفرنس اورېدنې په مهال د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس ورکړل او وی ویل چې د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد رايې به په هر صورت کې وي، رای نه شمېرل د سپکاوي خبره ده.

چيف جسټس زياته کړه چې د ووټونو د شمېرلو وروستو به وليدل شي چې په دې سره به څه کېږي
سپریم کورټ تشریح کړې ده چې که د ګوند د پاليسۍ خلاف کوم غړې راي ورکړي نو ددې به دا مطلب شی چې ګوند ی پریښې دې، بيا به خبره اليکشن کميشن او سپريم کورټ ته ځي.

چيف جسټس ريمارکس ورکړل چې اصل مسله د نا اهلۍ د دور ده.
د اورېدنې په مهال اټارني جنرل هم عدالت ته وئيلي چې د ووټ نه بغير د آئين 63 اے ارټيکل د قامي اسمبلۍ په غړي باندې نه شي لګولې کيدې، په بیان کې چیف جسټس ویلي دي چې چې د ووټ اچولو وروستو به پته ولګي او و به کتل شي چې د غړي سره به څه کیږی.

Leave a reply