د عمران خان په ضد عدم اعتماد، سپریم کورټ مهمه اوریدنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ د آرټيکل 63A تشریح لپاره د صدارتي ريفرنس اوريدنه کوي او د عدم اعتماد د تحريک په ورځ د تصادم د مخنيوي لپاره د بار کونسل د درخواست اورېدنه هم کوي.
د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې پينځه کسيزه لويه بينچ د کېس اوريدنه کوي چې پکې جسټس اعجازالاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس مظهر عالم ميان خېل او جسټس جمال خان مندوخېل هم برخه لري.
د اوريدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان وويل ښاغلي اټارني جنرل مونږ دمخه هم سياسي ګوندونو ته نوټس جاري کړى دى، په دې اړه اټارني جنرل وويل چې دټولو سياسي ګوندونو نمائندګان په صوبو کې دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق، چيف جسټس آف پاکستان وويل دټولو صوبو ايډوکيټ جنرلز ته نوټس جاري کوي، دمرستو لپاره به هم څلورو واړو صوبو ته نوټس جاري کوي، اول به صوبو ته باقاعده نوټس جاري کوي، په سندهـ هاؤس کې به د ايف آئي آر په اړه هم خبرې کوي.
د پاکستان اټارني جنرل خالد جاوېد خان وئيلي دي چې جے يو آئي او پي ټي آئي ضلعې انتظاميې سره ملاقات کړې دې، جے يو آئي د کشمير هاي وے باندې د احتجاجي پرلت کولو غوښتنه کړې ده،
په ځواب کې عدالت ویلي دي چې کشمير هاي وے هغه لويه لاره ده چې ائيرپورټ ته غځيږي، د ټولو ګوندونو غړي د کشمير لوی لار څخه د تیرو پساسلام آباد ته راځي او دا لویه لار استعمالوي.
چيف جسټس آف پاکستان وويل دا معلومه نه ده چې د عدم اعتماد راي لپاره به غونډه کله وی خو عدالت غواړي چې سياسي ګوندونه دې د آئين په دفاع کې ودريږي په داسې حال کې چې جسټس اعجازالاحسن وويل چې جمهوري عمل دا مقصد نه دې چې په ورځني چارو اغیزه وکړي.
د جے يو آئي (ف) وکيل کامران مرتضي وويل په درخواست کې واضحه شوې وه چې دقانون پابندۍ به کوي، زمونږ غونډه او دھرنا به پرامن وي.