د شانګله یو شمیر سیاسي مشران په پي ټي ایی کې شامل شول
باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سره د شوکت يوسفزي په مشرۍ د شانګلې ضلعي د سياسي شخصيتونو يو پلاوي تيره ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سره وليدل او په سيمه کښې د عوامي فلاحي اقداماتو او د خلقو د ستونزو د هواري په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.
د پلاوي په غړو کې شمشیر علي خان، محمد زمان، ضیاء الحق، امدادالله، ډاکټر اقبال، محمد نعیم او نور شامل وو.
په دې موقع د جماعت اسلامي تحصيل بشام نائب امير شمشير علي خان، د مسلم ليګ نون مقامي مشرانو محمد زمان او ضياء الحق او د عوامي نيشنل پارټۍ مقامي مشر امداد الله د خپلو ګوندونو نه استعفي ورکولو پس په پاکستان تحریک انصاف کې په رسمي توګه د شاملیدو اعلان وکړو.
پي ټي آیی کې نوي شامل شوو مشرانو په وزیراعظم عمران خان او وزیراعلی محمود خان په قیادت او د موجوده حکومت په پالیسیو د اعتماد څرګندونه وکړه او ګوند ته ئې د هر قسمه تعاون باور ورکړو.
زيراعلي په پي ټي آئي کښې شاملو کسانو ته د پارټي خولۍ او مفلرونه هم ور واغوستل.