د اوکراین کړکېچ؛ ناټو د اروپا شمال ته لا ډېر ځواکونه لېږي

د ده په خبره دمګړی د ضربتي ځواکونو تازه قطعې د اروپا شمال ته لېږي څو د روسیې احتمالي خطرونه راکم کړي. همدا راز ټینګار شوی چې په ځمکه، اوبو او هوايي برخه کې به هم زرګونه سرتېرې ډېرېږي او ناټو هڅه کوي په سایبري برخه کې فعالیتونه ډېر کړي.
(2022 / 3 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د پنجشنبې ورځې غونډه خورا مهمه ده او په خبره یې د ناټو غړي هېوادونه به د ناټو د پیاوړتیا او د روسیې د احتمالي خطرونو پر وړاندې پر تیاریو غور کوي.
د ده په خبره دمګړی د ضربتي ځواکونو تازه قطعې د اروپا شمال ته لېږي څو د روسیې احتمالي خطرونه راکم کړي. همدا راز ټینګار شوی چې په ځمکه، اوبو او هوايي برخه کې به هم زرګونه سرتېرې ډېرېږي او ناټو هڅه کوي په سایبري برخه کې فعالیتونه ډېر کړي.
ناټو په اوکراین کې له رامنځ ته شوي وضعیت وېره لري او ټینګار کوي چې د اوکراین له خلکو سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.