د چارو شنونکي وايي چې د ا.ا وروستۍ پرېکړه به د رسمیت پېژندنې پرېکړه ټکنۍ کړي

0
84

د چارو شنونکي وايي چې د ا.ا وروستۍ پرېکړه به د رسمیت پېژندنې پرېکړه ټکنۍ کړي

په ورته وخت کې د چارو بل شنونکي سید لقمان هم دا پرېکړه د افغانانو په حق کې ستر ظلم بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا چاره به د خلکو او حکومت ترمنځ د باور فضا خړپړه کړي او دغه راز به نړۍ د طالبانو پر عمل نوره هم شکمنه کړي.

(2022 / 3 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته تر هغه چې ا.ا له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تر امر ثاني پوري تړلي پرېښودل په کور دننه او بهر یې د خلکو توند غبرګونونه راپارولي دي.

د چارو شنونکو د نجونو د زده کړو په اړه د ا.ا وروستۍ پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده.

د افغان چارو شنونکي وحید فقیري ویلي چې د پوهنې وزارت دا پرېکړه چې نجونې به تر امر ثاني پورې له زده کړو محرومي وي بدې پایلې لرلی شي.

د هغه په وینا دا پرېکړه به د کابل او نړیوالو ترمنځ موجوده واټن نور هم زیات کړي، د رسمیت پېژندنې پروسه به لا ټکنۍ کړي او دغه راز به افغانان نړۍ ته غیر متمدن معرفي کړي.

اړوند موضوعات: 

م.م افغانستان کې؛ د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانیستلو پرېکړې هر کلی وکړ

Leave a reply