بلجیم کې یو کس د موټر پۀ مرسته ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

0
85

بلجیم کې یو کس د موټر پۀ مرسته ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې 

راپور کاږي چې دا پېښه د بروکسل په ۵۰ کیلومتري کې په یو لړ سنتي مراسمو کې د خلکو د ګډون پر مهال رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې شپږ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

 

(2022 / 3 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اینډیپنډنټ راپور ورکړی دی په بلجیم کې یو کس پر خلکو موټر خېژولی دی چې په نتیجه کې یې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور کاږي چې دا پېښه د بروکسل په ۵۰ کیلومتري کې په یو لړ سنتي مراسمو کې د خلکو د ګډون پر مهال رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې شپږ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د لالوویر ښاروال ویلي چې په پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.

تر اوسه پورې د پېښې اصلي علت مالوم نه دی خو پولیسو ویلي چې موټر چلوونکی یې نیولی دی او د پېښې د روښانتیا په موخه یې د پلټنو د پیل خبر ورکړی دی.

Leave a reply