په تورخم پوله افغان ماشومان،ښځې ستونزو سره مخ دي

په تورخم پوله افغان ماشومان او مریضان د سفري بندیز په وجه بند پاتې دې.
باغی ټي وي رپورټ
پاک افغان پوله تورخم باندې د تذکرې او افغاني کارتونو د بنديز له امله لسګونه افغانان چې ډېری يې ښځې، ماشومان او بوډاګان دي په تورخم کې بند پاتې شوې دي.
دا افغان ماشومان،مریضان او بوډاګان د سختو ستونزو سره مخ شوي دي او غوښتنه کوي چې دوی دې ته افغانستان ته داخلیدو اجازت ورکړل شي.
په تورخم پوله د سرچینو مطابق ډیری ښځې ځان سره نارینه نه لري او دوی هم په پولنه بند پاتې دي، افغان مسافرو له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتي چې افغانستان ته دې د تلو اجازه ورکړي.
د یادونې ده چط څو ورځې وړاندې د وفاقي حکومت له لوري لارښوونه شوي ده چې په تورخم پوله د پاسپورټ نه بغير په تګ راتګ بنديز لګول شوې دې.
د حکومتي چارواکو له لوري ددې سفري بندیز په اړه په تورخم پوله په رسمی توګه لیکل شوی بينرونه هم لګولې شوي دي۔










