پۀ دې وروستیو کې د خبریالانو نیول؛ ا.ا وايي ځینو رسنیو د امنیت ضد موارد خپرول
پۀ دې وروستیو کې د خبریالانو نیول؛ ا.ا وايي ځینو رسنیو د امنیت ضد موارد خپرول
د دوی لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د همدې لپاره یې له ځینو خبریالانو سره ناستې وکړي خو له ژمنو سره سره یې خپلې ستونزې حل نهکړې، ځکه خواړونده ارګانونو يو لړ اقدامات ترسره کړل.
(2022 / 3 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو استخباراتو ریاست د ځینو خبریالانو د نیولو په غبرګون کې ویلي، یو شمېر رسنیو داسې مواد خپرول، چې د ټولنې دیني احساسات یې مجروح کول او د افغانستان ملي امنیت یې ګواښه.
د دوی لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د همدې لپاره یې له ځینو خبریالانو سره ناستې وکړي خو له ژمنو سره سره یې خپلې ستونزې حل نهکړې، ځکه خواړونده ارګانونو يو لړ اقدامات ترسره کړل.
د طلوع نیوز مسوول، د خبرونو ویاند او یو بل کاکوونکی د پنجشنبې په ورځ د طالب ځواکونو لهخوا ونیول شول او له څېړنو وروسته بېرته خوشې شول.
د طالبانو استخباراتو لیکلي:
“موږ د اسلامي شریعت په حدودو کې د بیان ازادۍ ته ژمن يو، خو هېچا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې په بېلابېلو پلمو زموږ اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، زموږ د اولس فکري امنیت او په لویه کې زموږ ملي امنیت وګواښي.”
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغاني ټلویزیونونو کې د هر ډول بهرني هېواد په ډرامو او سندرو بندیز ولګاوه.