ایران افغانستان کې د اوسپنې د استخراح برخه کې همکاري کوي

ایران افغانستان کې د اوسپنې د استخراح برخه کې همکاري کوي
نوموړي ویلي، د ایران د اوسپنې یو ستر کان، د افغانستان په پوله کې په خواف کې موقعیت لري او دا کان چې سنګان نومېږي، د افغانستان خاورې ته غځېدلی دی.
( 2022 / 3 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، ایران او افغانستان به د اوسپنې د استخراج په برخه کې همکاري وکړي.
رضا فاطمي امین د ایران عربي ټلوېزیون العالم سره په مرکه کې ویلي، چې ایران له افغانستان سره د اوسپنې د کانونو د استخراج په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، د ایران د اوسپنې یو ستر کان، د افغانستان په پوله کې په خواف کې موقعیت لري او دا کان چې سنګان نومېږي، د افغانستان خاورې ته غځېدلی دی.






