افغانستان او ایران؛ د سرحدي نښتو د مخنیوي لپاره ګډه کمېټه جوړوي

د ایران مهر خبري اژانس ویلي چې په کابل کې ایراني ډیپلوماتانو د ا.ا د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په خبرو کې هوکړه کړې چې د دوو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ د سوء تفاهمونو د نه پېښېدو لپاره به ګډه کمېټه جوړه کړي.
(2022 / 3 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وايي، د افغانستان او ایران په پولو کې د ناوړه تفاهم د مخنیوي لپاره یې له افغان حکومت سره د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د ایران مهر خبري اژانس ویلي چې په کابل کې ایراني ډیپلوماتانو د ا.ا د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په خبرو کې هوکړه کړې چې د دوو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ د سوء تفاهمونو د نه پېښېدو لپاره به ګډه کمېټه جوړه کړي.
په تېرو اوو میاشتو کې چې ا.ا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، د دوو هیوادونو سرحدي ځواکونو لږترلږه دوه ځلې نښتې کړي چې په لړ کې یې مرګ ژوبلې هم پېښې شوي دي.