سعودي عربستان پنځه تنه نور کسان اعدام کړل

سعودي عربستان پنځه تنه نور کسان اعدام کړل
سعودي د چهارشنبې په ورځ هم ۳ کسان په داسې حال کې اعدام کړل چې د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن په ریاض کې و او د سعودي عربستان د چارواکو څخه یې د تیلو د تولید ډیروالی غوښت.
( 2022 / 3 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فرانس پریس خبري اژانس د ارقامو له مخې چې د سعودي عربستان د رسمي اعلامیو پر اساس یې راټول کړي، دې هیواد د سږکال له پیل راهیسې ۱۰۰ تنه اعدام کړي دي.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس په داسې حال کې د دې کسانو د اعدام خبر ورکوي چې دې هېواد تېره اونۍ په یوه ورځ کې ۸۱ کسان اعدام کړل چې د بشري حقونو ادارو لخوا وغندل شو.
سعودي د چهارشنبې په ورځ هم ۳ کسان په داسې حال کې اعدام کړل چې د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن په ریاض کې و او د سعودي عربستان د چارواکو څخه یې د تیلو د تولید ډیروالی غوښت.
سعودي عربستان تېر کال ټول ټال ۶۹ کسان اعدام کړي خو د تېرې شنبې په ورځ یې ۸۱ کسان چې د ترهګرۍ په ګډون په ګڼ شمیر تورونو تورن و، په یوه ورځ اعدام کړل.





