نړۍ دې د هند له لوري په قبضه شوي کشمیر کې د انساني حقونو څخه سرغړونې نوټس واخلي: وزیراعظم عمران خان

0
141

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کې ویلي دي چې په د هند له لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي کشمیر کې د بشري حقونو څخه سرغړونه راونه ده، خان د نړۍ څخه غوښتنه کړې ده چې د هند ددې بشري حقونو څخه د سرغړونو په ضد دې د هند په ضد کاروایی وکړي او ددی سرغړونې دې سخت نوټس واخستې شي.
عمران خان په بیان کې دا هم ویلي دي په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین څخه د بچ کیدو لپاره بیړني ګامونو اخستل اړین دي.
دا خبرې وزیراعظم عمران خان د آسټريا د اروپا او نړيوالو چارو وفاقي وزير اليګزينډر شلن برګ سره د خبرو په مهال وكړې۔
یاد اروپایی وزیر د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو، د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو سيمه ايز صورتحال او په مهمهو نړيوالو چارو ټینګار وشو.
د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي یو بيان مطابق د آسټريا وفاقي وزير په تود هركلي كولو د وزيراعظم څخه مننه وكړه.
شلن سره يو لويې تجارتي پلاوې هم راغلې۔ده وزيراعظم ته د آسټريا د وفاقي چانسلر د نيكو هيلو پېغام هم ورسولو۔وزيراعظم وفاقي چانسلر كارل نيمهر په ټېليفون د شويو خبرو ذكر وكړو او وې وئېل چې هغه د هغه د پاكستان د دورې په انتظار دے.

زيراعظم عمران خان په ځواب کې اوویل چې پاكستان آسټريا سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔
د اې پي پی رپورټ مطابق وزيراعظم د يوكرين په شخړه د پاكستان لخوا د سختې اندېښنې څرګندونه وكړه او د دې د سفارتي حل لټولو په ضرورت يې زور راوړل، خان اوویل چې د شخړو هواریدل په خبرو اترو شی نه که په جنګ.
د افغانستان په اړه خان دا څرګندونې وکړي چې په په افغانستان کې د معاشي او انساني بحران څخه د بچکیدو لپاره د بیړني ګامونو اخستل ډیر ضروردي.
ده ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې په بنيادي اصولو كار بند دې ۔وزيراعظم ووئيل چې بايد دا افغانستان څخه د نړۍ پام بلخوا لاړ نه شي.
افغانستان كښې د انساني او معاشي بحران مخ نيوي لپاره د فوري اقداماتو كولو ضرورت دې۔
اروپایی نماینده سره وزيراعظم خان د کشمیر په اړه هم مهمې خبرې وکړي او وې ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس دې واخستل شي. خان په دې موقع اوویل او زیاته ی کړه چې په هند باید نړۍ فشار واچوي چې کشمیریانو ته د آزادې او خپلواکۍ حق ورکړي.
عمران خان دا خبره هم په ډاګه کړه چې د پاكستان په سيمه كښې د هندي مېزائل لوېدو پېښې سره په اړه سختې پوښتنې راپیدا شوي دي او په دې پیښه د هند میزایل سسټم په اړه سختې اندیښنې او پوښتنې هم راپورته شوي دي.

Leave a reply