امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار وایي،بایډن له خپل امنیتي ټیم سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه غږېدلی.
د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار وایي،بایډن له خپل امنیتي ټیم سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه غږېدلی.
دده په خبره، بايډن فکر کاوه چې افغان عسکر کوم چې شل کاله روزل شوي وو؛ څه ناڅه به مقاومت وکړای شي.
د ملي امنیت شورا د مرستیال له قوله، افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او امریکا ټول «ترهګریز ګواښونه» له نږدې څاري. د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار وایي، په تېرو دوو اوونیو کې مو دا زده کړل چې که امریکايي عسکر یو، دوه او یا هم پنځه کاله په افغانستان کې پاتې شي او هرڅومره تجهیزات او پیسې ولګول شي؛ خو کفایت نه کوي.





