پیښور کې د نشه ی توکو د مخنیوي لپاره وزیراعلی مهمه پریکړه کړې

باغي ټي وي رپورټ
د صوبايي حکومت لخوا د صوبايي مرکز پېښور ښار کې د نشه يي توکو د پاکولو لپاره لوی ګام پورته شوی دی
په نشه یي توکو د روږدو کسانو د بیا رغولو او د نشه یي توکو د پلورونکو پر وړاندې د اغیزمن اقدام لپاره د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ جوړولو پلان پریکړه شوې ده.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د دې تګلارې منظوري په رسمي توګه ورکړې ده او وزیراعلی محمود خان په بیان کې ویلي دي چې دا پلان دې ډیر زر تر زره عملي کړې شي.
وزيراعلي وويل چې کمشنر پيښور دې د دې تګلارې د عملي کولو څارنه وکړي . محمود خان وويل، صوبايي حکومت به د دې مقصد لپاره ټول ضروري وسائل برابر کړي.
د ستراتيژۍ نهايي کولو لپاره د وزيراعلي په مشرۍ کې د لوړې کچې غونډه وشوه. په دې موقع د صوبائي كابينې غړي تيمور سليم جهګړا، انور زيب، بيرسټر محمد علي سيف، چيف سيكرټري او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔






