بازار ذخه خیلو کې دې بیل نادرا مرکز جوړ شي: عطاالله آفریدي

0
156

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر د لنډیکوتل تحصیل لرې پرته او روسته پاتې شوې سیمې بازار ذخه خیلو څخه نوي منتخب شوي جنرل کونسل عطاء الله آفريدي د خپلو نورو مشرانو سيد کبير، جمشير او خالد سره په ګډه د لنډي کوتل پريس کلب کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د بازار ذخه خیلو اوسېدونکي د قومي شناختي کارډ په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
عطاء الله آفريدي اوويل چي په نادرا دفتر کښي زمونږ د سيمي اوسيدونکو ته هيڅ قسمه توجه نه ورکول کیږي او زیاته ی کړه چې وس خو بازار ذخه خيل خپل تحصيل ګرځولي شوې دې او د نادرا دفتر دې هم په بازار ذخه خیلو کې جوړ کړې شي.
نوموړي له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په بازار ذخه خیلو کې دې د نادرا لپاره جلا دفتر جوړ کړې شي چې د سیمې د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي. نوموړي دا غوښتنه هم وکړه چې په روسته پاتې شوې سیمه کې د پرمختیایی پروژو باندې چارې پیل شي ځکه دا سیمې په هر حکومت کې بې برخې پاتې شوي دي.

Leave a reply