د لومړي ځل لپاره؛ هندي توکي د پاکستان او افغانستان له لارې ازبکستان ته رسېدلي

0
98

د لومړي ځل لپاره؛ هندي توکي د پاکستان او افغانستان له لارې ازبکستان ته رسېدلي

د پاکستان د سوداګرۍ برخې چارواکو ویلي چې دا محموله په یوه سوداګر پورې اړه لري او په خبره یې د کراچۍ بندر له لارې تر تورخم رسول شوې او دا به د هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیزي.

 

(2022 / 3  / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د لومړي ځل لپاره د هند یوه سوداګریزه محموله د پاکستان او افغانستان له لارې ازبکستان ته ولېږدول شوه.

د پاکستان د سوداګرۍ برخې چارواکو ویلي چې دا محموله په یوه سوداګر پورې اړه لري او په خبره یې د کراچۍ بندر له لارې تر تورخم رسول شوې او دا به د هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیزي.

بلخوا افغان چارواکو ویلي، دا لومړی ځل دی چې د څلورو هېوادونو ترمنځ په مصوونه فضا کې یو سوداګریز کاروان تېرېږي او نوې سوداګرۍ او ترانزیت ته لار پرانیزي.

دا محموله ۱۴۰ ټنه ده چې هندي توکي پکې شامل دي. دا توکي د هند له ممبۍ راوړل شوي او له پاکستان افغانستان له افغانستان ازبکستان ته لېږدول شوي دي.

افغان حکومت وایي هڅه کوي دغه ډول سوداګري پراخه شي او افغانستان په سیمه کې د غوره ارتباطي لارې حیثیت خپل کړي.

Leave a reply