افغان کډوال؛ امریکا کې د موقتې اوسېدنې له امتیاز برخمن شول

0
239

افغان کډوال؛ امریکا کې د موقتې اوسېدنې له امتیاز برخمن شول

د امریکا ولسمشر دا فرمان صادر کړی او په هغه کې راغلي چې تر شاوخوا اتلسو میاشتو پورې دغه افغانان په امریکا کې د موقتې ساتنې له امتیاز برخمن دي او په امریکا کې کار او اوسېدو لپاره غوښتنې سپارلی شي.

 

(2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا زرګونه ورغلو افغان کډوالو ته د اوسېدو موقتي جواز ورکړ.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د موقتې ساتنې په نامه دغه جواز افغانانو ته اجازه ورکوي چې د موقتې مودې لپاره په دغه هېواد کې د ایستلو له ګواښ خوندي وي.

د امریکا ولسمشر دا فرمان صادر کړی او په هغه کې راغلي چې تر شاوخوا اتلسو میاشتو پورې دغه افغانان په امریکا کې د موقتې ساتنې له امتیاز برخمن دي او په امریکا کې کار او اوسېدو لپاره غوښتنې سپارلی شي.

امریکا وایي په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د کار او یا هم زده کړو لپاره امریکا ته راغلي وو، خو د وضعیت له اوښتلو سره هلته پاتې شوې دي.

دوی په موقته توګه د اوسېدو جواز لري، خو کولی شي په دې موده کې د دایمي اوسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

Leave a reply