جنوبي ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي پۀ یوه تراژیدۍ بدله شوې

جنوبي ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي پۀ یوه تراژیدۍ بدله شوې
په راپور کې راځي چې په روغتونونو کې وضعیت، د ماشومانو ژړاوې او د مېندو زارۍ زړه بوږنوونکې دي او روانه خوارځواکي به په دغه ښار کې په یوه ستره تراژیدې بدله شوې ده.
(2022 / 3 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بي بي سي انګلیسي له هلمند په یوه راپور کې ویلي چې په دغه ولایت کې خوارځواکي او لوږه ډېر شوې چې له امله یې ناورین شېبه په شېبه د پراختیا په حال کې دی.
به دې راپور کې راځي چې هره شېبه د هلمند مرکزي روغتونو ته په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم راوړل کېږي چې دغه روغتون نور د دومره ناروغانو د درملنې او بستري کولو ظرفیت نه لري.
سرچینه کاږي چې په دغه ولایت کې شته روغتون د ۳۰۰ ناروغانو د درملنې ظرفیت لري خو په ورځ کې اته سووه ناروغان دغه روغتون ته لېږدول کېږي.
په راپور کې راځي چې په روغتونونو کې وضعیت، د ماشومانو ژړاوې او د مېندو زارۍ زړه بوږنوونکې دي او روانه خوارځواکي به په دغه ښار کې په یوه ستره تراژیدې بدله شوې ده.





